د افغانستان د مالي راپورونو او معاملو د شنني مرکز ته ښه راغلاست
د افغانستان د مالي راپورونو او معاملو د شننې مرکز، د هېواد د مالي استخباراتو د واحد په توګه، په افغانستان کې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې له نظام او نړیوالو معیارونو سره سم رامنځته شوی دی. دغه مرکز د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل له خطر څخه د هیواد د مالي نظام د ساتنې او خوندیتوب په موخه، د تنفیذي ادارو او بهرنیو مماثلو ادارو سره په نږدې همکارۍ فعالیت کوي. دا مرکز د شکمنو معاملو د راپورونو د ترلاسه کولو، تحلیل او خپرولو مسؤلیت لري؛ هغه چاره چې د هیواد د عدلي نظام په اډانه کې د تحقیق، عدلي تعقیب او د محکمې د حکم د صادرولو پروسې پیاوړې کوي.
خبرونه او پیښې

د ځانګړو غیرمالي حرفو او تشبثونو سکتورونو تر پوښښ او څار لاندې راوستل

 نېټه: 13/09/1404
 ځای: کابل , افغانستان


دپیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو سره د مبارزي د همغږی عالي کمیسیون د کاري کمیټي څلورمه غونډه

 نېټه: 15/05/1404
 ځای: لویدیځ او سویل لویدیځ , افغانستان



د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو د قدر وړ وزارت سره د مالوماتو د تبادلې تفاهم لیک بیاځلی لاسلیک شوو

 نېټه: 30/03/1446
 ځای: د افغانستان بانک کابل, افغانستان



د قانون رعایتولو د همغږۍ کمېټې لسمه غونډه جوړه شوه

 نېټه: 27/06/1403



د صرافیو او پولي خدمتونو شرکتونو د قانون رعایتولو مسئولینو ته د ښوونیز پروګرام جوړول

 نېټه: 09/05/1403
 ځای: د افغانستان بانک کابل, افغانستان



د پیسو وینځلو او نورو مالی جرمونو سره د مبارزې همغږۍ عالي کمیسیون اتمه غونډه

 نېټه: 30/05/1403
 ځای: د افغانستان بانک کابل, افغانستان



د سوداګریزو بانکونو د کار کوونکو لپاره د ښوونیز پروګرام جوړېدل

 نېټه: 13/04/1403
 ځای: د افغانستان بانک کابل, افغانستان



د سوداګریزو بانکونو د کار کوونکو لپاره د ښوونیز پروګرام جوړېدل

 نېټه: 19/09/0402
 ځای: کابل, افغانستان



د پیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو سره د مبارزې په اړه د قوانینو رعایتولو د همغږۍ کمېټې غونډه جوړه شوه

 نېټه: 29/11/1444
 ځای: کابل, افغانستان





خبرتیاوي
له هېواد څخه بهر ته سفر کول
د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزراء عالي مقام د ۴۰۸۸ شمېره حکم له مخې، هيڅوک نسي کولای د هېواد د هوايي ډګرونو له لاري تر پنځو زرو (۵۰۰۰) زیات او د ځمګي (سرحدونو او پولو) له لاري تر پنځو سوو (۵۰۰) زیات ډالر په نقدي ډول له ځانه سره وباسي.
زینتي زیورات (سره زر او نور فیمتي فلزات او کریمه احجار) چي په عرف کي دود دي په مجاز مبلغ کي ندي محاسبه سوي او اندازه يې، د ماليې وزارت په واسطه په کړنلاره کي تنظيمېږي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۲۶۷ او ۱۹۸۸ د بندیزونو پلي کول

د تروریزم له تمویل څخه د مخنیوي قانون د (۲) او (۱۱) مادو د حکمونو، د تروریزم له تمویل څخه د مخنیوي د اجراآتو مقررې د (۶) شپږمې او (7) اومې مادې او د افغانستان د پخواني دولت د لوې څارنوالۍ د (۲۷۹۳) ګڼې د ۲۹/۴/۱۳۹۵ نیټې صادر شوي قرار له مخې دولتي او غیر دولتي ادارو، افرادو او اشخاصو ته د پوهاوي په موخه لاندې خبرتیا رسول کیږي:

نور....