برېښنایي پیسو مؤسسې هغه مالي غیر بانکي مؤسسې دي چي فزیکي پیسې او د ورکړي نور ډولونه د برېښنایي پیسو په بدل کي قبلوي او د ورکړل سویو پیسو د برېښنایي لېږد په برخه کي نور سهولتونه هم برابروي. برېښنایي پیسې په ځانګړي برېښنایي شبکه کي هغه زېرمه سوي پولي ارزښت ته ویل کېږي چي په غیر فزیکي ډول د پیسو د ورکړي او لېږد لپاره کارول کېږي، خو محدود مبلغ یې د ګرځنده تلیفون له لاري مصرفېږي.
د برېښنايي پيسو د مؤسسو ادغام په يو منظم او قانوني چوکاټ کې د پيسو وينځلو او نورو مالي جرمونو د خطر د کمولو لپاره اړين ګڼل کېږي، ځکه دا کار د دغو مؤسسو د فعالیت شفافيت تضمينوي او هغوی له هر ډول احتمالي ناوړې استفادې څخه خوندي ساتي. دا مهال، د افغانستان بانک اوو د برېښنايي پيسو مؤسسو ته د فعاليت جواز ورکړی دی، چې يادې مؤسسې د قانوني او نظارتي چوکاټ له مخې د قوانينو او مقرراتو د مراعت او د مالي سکتور د ثبات د پياوړتيا لپاره فعالیت کوي.
| شمېره | عنوان | انټرنیټی صفحه |
|---|---|---|
| 1 | د (M-Paisa)ــ روشن برېښنایي پیسو مؤسسې | www.roshan.af |
| 2 | د (M-Hawala) ــ اتصالات برېښنایي پیسو مؤسسې | www.mhawala.af |
| 3 | د(My-Money) ــ افغان بیسیم برېښنایي پیسو مؤسسه | www.mymoney.af |
| 4 | د اتوما پی (ATOMA Pay)؛ برېښنایي پیسو مؤسسه | www.atoma.com.af |
| 5 | د (HesabPay) ــ ځنځیر برېښنایي پیسو مؤسسه | www.hesab.com |
| 6 | د (Aurum Afg) ــ آورم پی برېښنایي پیسو مؤسسه | www.aurumaf.com |
| 7 | د (Setaragan mutahed) ــ ستاره گان متحد برېښنایي پیسو مؤسسه | www.starpay.af |