عمومي پیژندنه

د افغانستان د مالي راپورونو او معاملو د شننې مرکز، د هېواد د مالي استخباراتو د واحد په توګه، د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا شویو عوایدو د مخنیوي قانون په رڼا کې، په ۲۰۰۶ کال کې د افغانستان بانک په اډانه کې تأسیس شو.

د یاد شوي قانون د صراحت له مخې، د مالي استخباراتو واحد د خپلو فعالیتونو، دندو او چارو په ترسره کولو کې یو بشپړ خپلواک بنسټ دی، چې د شکمنو معاملو د راپورونو او د پیسو وینځلو، اصلي جرمونو او د ترهګرۍ د تمویل اړوند د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو، تجزیې، تحلیل او خپرولو په برخه کې د پرېکړو بشپړه خپلواکي لري.

د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا شویو عوایدو د مخنیوي قانون اساسي موخه، د مالي مؤسسو، ځانګړو غیر مالي حرفو او تشبثونو ساتنه او پیاوړتیا، او همدا راز د نړیوالو معاهدو او کنوانسیونونو رعایت او ورسره د مطابقت تأمینول دي.

د دغه مرکز مأموریت، د افغانستان مالي مؤسسو ته د هغو اشخاصو د لاسرسي مخنیوی دی چې خپلې پانګې یې د غیرقانوني فعالیتونو له لارې ترلاسه کړې وي او یا هغه اشخاص چې هوډ لري له دغو سرچینو څخه د ترهګریزو فعالیتونو او نورو جرمونو د ملاتړ په موخه ګټه پورته کړي.

د افغانستان د مالي راپورونو او معاملو د شننې مرکز د مالي څارونکو، د قانون د تنفیذ ادارو او نورو ذیربطو ادارو په همکارۍ، په هېواد کې د داسې چاپیریال په ایجاد او ساتلو کې ونډه اخلي چې موخه یې د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل فعالیتونو تثبیت او ورسره مبارزه ده. دا موخه د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغانستان د نړیوالو ژمنو د تحقق له امله ملي ارزښت لري. دغو ژمنو او اړتیاوو ته بریالۍ رسیدنه، له افغانستان سره د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې مبارزه کې مرسته کوي او د بهرنیو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره به د افغانستان پر اړیکو رغنده اغېز ولري.

دا مرکز د مالي استخباراتو د واحد په توګه، مسؤلیت او صلاحیت لري چې شکمن مالي معلومات ترلاسه او تحلیل کړي او اړوند راپورونه يي د پیسو وینځلو او د ترهګرۍ د تمویل پر وړاندې د مبارزې په لړ کې د مرستې په موخه، د قانون د تنفیذ له ادارو، نورو ذیربطو ادارو او نړیوالو مماثلو ادارو سره شریک کړي.

همدارنګه، د افغانستان د مالي راپورونو او معاملو د شننې مرکز مکلفیت لري چې هغه ارقام او راپورونه تحلیل کړي چې د پیسو وینځلو پر وړاندې د مبارزې قانون سره سم ورته لاسرسی لري، او ستراتیژیک معلومات، په شمول د احصائیې، روندونو او ټایپولوژۍ، په افغانستان کې د پیسو وینځلو او ترهګرۍ د تمویل د بهیر په اړه د عامه پوهاوي، مالي مؤسسو، نړیوالو همکارانو او امارتی چارواکو د پوهاوي د کچې د لوړولو په موخه چمتو کړي.

دغه مرکز خپلو اهدافو ته د رسیدو په موخه، له بېلابېلو سرچینو څخه معلومات راټولوي او تحلیلوي یې. په دغو سرچینو کې هغه ادارې شاملې دي چې قانوني مکلفیت لري ترڅو د شکمنو معاملو راپورونه (STRs) او له حد څخه د زیاتو نغدي معاملو راپورونه (LCTRs) چې په اړونده مقررو کې له ټاکل شوي حد څخه لوړ وي، واستوي. د مشکوکوالي په اړه يي د موجه دلایلو د شتون په صورت کې، دغه مرکز د قانون د تنفیذ له ادارو سره خپله نږدې همکاري پیاوړې کوي څو د هغوی د تحقیقاتو له بهیر څخه ملاتړ وکړي.