بانک هغه حکمي شخص چي له خلکو څخه د پولي سپارنو یا د بېرته ورکړي وړ نورو وجوهو د لاس ته راوړلو او د خپلې ګټي د ترلاسه کولو لپاره د اعتباراتو د ورکولو په منظور فعالیت کوي.
د افغانستان د مالي راپورونو او معاملو د شننې مرکز لخوا د بانکي مؤسسو تر پوښښ لاندې راوستلو موخه، د پیسو وینځلو او نورو مالي جرمونو مخنیوی دی. دغه اقدام، د احتمالي سوء استفادې او ناوړه ګټې اخیستنې په وړاندې د بانکي مؤسسو د ساتنې ترڅنګ، د هېواد په مالي سکتور کې د روڼتیا د زیاتوالي لامل هم ګرځي
| شمېره | د بانک نوم | انټرنیټي پاڼه |
|---|---|---|
| 1 | د افغان ملي بانک | www.bma.com.af |
| 2 | نوی کابلبانک | www.newkabulbank.af |
| 3 | پشتنې تجارتي بانک | www.pashtanybank.com |