د افغانستان د مالي راپورو او معاملو د شنني مرکز د افغانستان بانک لخوا تأسیس او تشکیل یې د مالي اقداماتو د کاري ډلي د سپارښتنو له مخي تنظیمیږي.
د افغانستان د مالي راپورونو او معاملو د شنني مرکز یوازینۍ ملي اداره ده چي د شکمنو معاملو د راپورونو او د پیسو د وینځلو، اصلي جرمونو، او د تروریزم د تمویل په اړه د نورو معلوماتو د ترلاسه کولو، تجزیې او تحلیل کولو او د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا سوو عوایدو د مخنیوي قانون د حکمومونو له مخي د یادو راپورونو تحلیلي پایلو د نشرولو مسئولیت لري.
که څه هم د مالي راپورونو او معاملو د شنني مرکز د افغانستان بانک لخوا تاسیس سوي او تشکیلاتي جوړښت یې د مالي اقداماتو کاري ډلي د سپارښتنو سره سم تنظیمیږي، اما دا مرکز د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د را پیدا سو عوایدو د مخنیوي قانون پر بنسټ،د خپلو واکونو، مسؤلیتونو او دندو د ترسره کولو په منظور خپلواکه اداره ده چي د خپلو ټولو کړنو په اړه د افغانستان بانک عالي شورا ته ځواب ورکوونکي هم ده.
د مالي راپورونو او معاملو د شنني مرکز په خپلواکۍ د پورته ذکر سوي قانون د حکمونو له مخي د معلوماتو ترلاسه کولو، غوښتلو تحزیې او تحلیل یا وړاندي کولو په برخه کي د تصمیم نیولو بشپړ واک شامل دی.
د مالي راپورونو او معاملو د شنني مرکز ددې واک لري چي د هغه معلوماتو په تړاو چي له خپلو دندو سره سم ترلاسه کړي وي، له راپور ورکوونکي مرجع څخه د خپلي دندي د اړتیا له مخي د اضافي سندونو او سوابقو غوښتنه وکړي.
راپور ورکوونکي مرجع مکلفه ده، غوښتل سوي معلومات د مالي راپورونو او معاملو د شنني مرکز لخوا په ټاکل سوي زماني موده او بڼه وړاندي کړي.
د مالي راپورونو او معاملو د شنني مرکز کولای سي د هغه ترلاسه سوي راپور یا معلوماتو په تړاو د خپلي دندي د اړتیا له مخي او د اجراء لپاره کوم ډول معلوماتو ته چي اړتیا لري او د هغه ترلاسه کول د قانون لخوا منع سوي نه وي له واکمنو مراجعو (تنفیذي مراجعو او څارنیزو مراجعو) یا نورو دولتي ادارو څخه ترلاسه کړي.
د مالي رپورونو او معاملو د شنني مرکز کولای سي ددې قانون د حکمونو له مخي د خپلي دندي د ترسره کولو په منظور د دولتي ادارو او معلوماتي بانک (ډیټابیس) ته نیغ په نیغه لارسرسۍ ومومي او د مستقیمي لاسرسۍ د نشتون په صورت کي اړین معلومات له اړوندي ادارې څخه وغواړي.
اړوند مسئولین مکلف دي، د اړتیا وړ معلومات په بیړه وړاندي کړي.
د مالي راپورونو او معاملو د شنني مرکز مکلف دی، معلوماتي بانک (ډیټابیس) چي د ترلاسه سوي راپورونو په اړه معلومات لري، جوړ او د محرمیت لپاره د اړوندو کړنلارو په رعایتولو سره هغه فعاله وساتي.
د مالي راپورونو او معاملو د شنني مرکز او نوري واکمني مراجع کولای سي ددې قانون او د تروریزم له تمویل څخه د مخنیوي قانون د حکمونو په حدودو کي یو بل سره معلومات تبادله کړي.
د مالي راپورونو او معاملو د شنني مرکز کولای سي د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د را پیدا سوو عوایدو د مخنیوي قانون د حکمونو له مخي او دوه اړخیزي هوکړي پر بنسټ د اړتیا یا د غښتنې په صورت کي له ورته بهرنیو ادارو سره چي دې ته ورته دندي ترسره کوي او د محرمیت ساتلو د ورته مکلفیتونو تابع وي، معلومات وړاندي کړي. د مالي راپورونو او معامل د شنني مرکز کولای سي د یاد قانون له مخي د بهرني دولت د مالي استخباراتو د واحد یا د نورو واکمنو بهرنیو مراجعو په غوښتنه د مشکوکو معاملو د معلوماتو او د راپور لېږلو په اړه، ځواب ورکړي. د مالي راپورونو او معاملو د شنني مرکز د بهرني دولت چارواکو ته د معلومات له وړاندي کولو د مخه ډاډ ترلاسه کړي چي کوم معلومات چي وړاندي کیږي د محرمیت د عین الزاماتو تابع دي. د بهرني دولت مسئولین دغه معلومات یوازي په دې موخو کاروي چي په دې قانون کي تصریح سوي دي.
د مالي راپورونو او معاملو د شنني مرکز د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا سوو عوایدو مخنیوي قانون او د تروریزم د تمویل د مخنیوي قانون کي ددرج شویو مکلفیتونو او واکونو سربیره لاندې ځانګړي دندي هم لري:
۱. د پیسو وینځلو جرمونو او د نورو جرمونو او تروریزم له تمویل څخه په راپیدا سوو عوایدو پوري تړلي د تقنیني سندونو د وضع کولو، تعدیل یا لغوه کولو لپاره د همغږي لوي کمیسیون د وړاندیز ورکول.
۲. راپور ورکونکو مراجعو د معاملو په اړه د راپور ورکولو طریقې، د راپور ورکولو د فورمې ځانګړني او شکلیات، د راپورونو محتویات او د شکمنو معاملو د تثبیت کوونکو شاخصونو د لست د ترتیبولو په ګډون د نورو معلوماتو د وړاندي کولو په اړه د لارښودونو، کړنلارو، متحدالمالونو او پالیسیو صادرول.
۳. د پیسو د وینځلو او د تروریزم د تمویل په وړاندي د مبارزې په موخه د معلوماتو او احصائیو، او د څارنیزو ارزونو، د فورمو د کتني، خطرونو او د پیسو د وینځلو او د تروریزم د تمویل د تګلارو د پایلو راټولول، تنظیمولو، ساتل او خپرول.
۴. د شونتیا په صورت کي د راپور ورکوونکو مراجعو، د دولتي ادارو او د جواز لیک او اجازه لیک لرونکو مؤسسو د کار کوونکو مسلکي روزنه.
۵. د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا سوو عوایدو د مخنیوي قانون، د تروریزم د تمویل د مخنیوي قانوناو اړوندو مقررو کي درج سوي نوري دندي.
د افغانستان بانک، د مالی راپورونو او معاملو د شنني مرکز لپاره کافي بودجه برابروي. د مالي راپورونو او د معاملو د شنني مرکز بودجه د افغانستان بانک په بودجه کي د یوې بیلي برخي په توګه درج کیږي.
د افغانستان بانک د مالي راپورونو او معاملو د شنني مرکز تشکیل، جوړښت، اجراآت او منابع د مالي اقداماتو د کاري ډلي (FATF) د سپارښتنو په رعایتولو سره تنعیینوي.
د مالي راپورونو او معاملو د شنني مرکز مکلف دی چي کلنی راپور ترتیب او د افغانستان بانک عالي شورا ته یې وړاندي کړي. په راپور کي د پیسو د وینځلو او د ترورزیزم د تمویل او د احصائیو د کار وړ پروسو او تګلارو د تحلیل پایلي شامل دي.
اما، پدې راپور کي د شکمنو معاملو یا د شکمنو معاملو سره اړوندو اشخاصو په اړه معلومات شامل ندي.
۱. د شتمنیو پټول یا د وجوهو او شتمنیو د جرمي منشاء بدلون یا د جرم له ارتکاب څخه د را پیدا سوو قانوني عواقبو د اصلي جرم د منظنون په تېښته کي مرسته کول.
۲. د وجوهو او شتمنیو یا نورو حقوقو د مالکیت د حق د واقعي ماهیت، سرچینې، موقعیت یا د لیږد پټول یا د شکل د بدلولو په منظور اقدام کول.
۳. د وجوهو او شتمنیو په تحصیلولو، تصرف کولو یا ګټي اخیستنې اقدام کول.
۴. د جرم په ارتکاب کي ګډون، د اړیکو یا لاس لرلو او په هغه باندي اقدام کول او ددې فقرې په (۳،۲، ۱) اجزاوو کي له درج سوو جرمونو څخه د هر یو د ارتکاب په برخه کي هڅول، د اسانتیا برابرول یا مشوره ورکول.
هغه جرمي عمل دی چي د هغه د ارتکاب په پایله کي، وجوه او شتمني په مستقیم یا غیر مستقیم ډول لاسته راغلي وي.
وجوه یا شتمني یعني څه؟ هر ډول مادي او غیر مادي، منقول او غیر منقول، عیني او غیر عیني، مشروع او غیر مشروع شتمنۍ او سندونه یا د الکترونیکي یا ډیجیټلي وسیلو په شمول وسیلي دي چي په دې ډول وجوهو یا شتمنیو کي مالکیت یا د ګټي لرل ثابت کړي او په نامقید ډول د پولي حوالو، ونډو (سهام)، بها لرونکو سندونو، د پور ونډي، برات یا اعتبارلیک (لېټر اف کریډټ)، ټکټانه، د ونډي ګټي، یا له دې ډول وجوهو یا نورو شتمنیو څخه پیدا سوي عواید یا لاسته راغلي ارزښت په شامل دي.
د حساب با معاملې په اړه لاندې اشخاص شامل دي:
- هغه شخص چي په نوم یې یو معامله، سوداګریزه اړیکه یا حساب ترتیب، پرانستل یا عقدیږي.
- هغه شخص چي ورته حساب، حقوق یا له یوې معاملې څخه راپیدا سوي ژمني سپارل یا لېږدول کیږي.
- هغه شخص چي د یوې معاملې د اجراء یا د یوې سوداګریزي اړیکي یا حساب د کنترول قانوني واک لري.
ددې قانون د درج سوو حکمونو د رعایتولو د څارني مسئولي مراجع دي چي پکي د افغانستان بانک، وزارتونو یا دولتي ادارو او په اړوندي مقرري کي مندرج نور اشخاص شامل دي.
د قانون د حکمونو مطابق د واکمني مرجع په واسطه د یوې معاملې د اجراء موقتي ځنډول یا د وجوهو او شتمنیو موقتي ځنډول یا د وجوهو او شتمنیو موقتي درول دی د هغو د لیږد، تغییر، بدلون، پلورلو او پرېښودلو او په هماغه موجود حالت کي د هغه له ځای پر ځای کولو څخه.
مصادره څه شی ده؟ د وجوهو او شتمنیو د مالکیت دایمي سلبول دي چي د واکمني محکمې د قطعي حکم پر بنسټ صورت موندلی او د هغه په موجب د وجوهو او شتمنیو مالکیت د هغو له مثبته سندونو سره، دولت ته لېږدول کیږي.
د قانون د حکمونو په حدودو کي د کشف یا تحقیق د مراجعو یا محکمې په تصمیم د وجوهو او شتمنیو موقت اخیستل او ساتل دي.
د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا سوو عوایدو د مخنیوي قانون په پنځمه ماده کي درج سوي حقیقي یا حکمي شخص دی.
هغه حقیقي شخص دی چي په افغانستان یا نورو هیوادونو یا په یو نړیوال سازمان کي مهمه دولتي دنده ورته سپارل سوي وي چي د سیاسي ګوندونو لوړپوړي مسئولین، د کورنیو غړو یا د پورتنیو مواردو نږدې خپلوان په کي هم شامل دي.
د پیسو وینځلو او له جرمونو څخه د را پیدا سوو عوایدو د مخنیوي قانون د اتلسمی مادې د (۱) فقرې په (۱ او ۲) اجزاوو کي درج سوي معاملات دي.
- هغه عمل چي د تروریزم له تمویل څخه د مخنیوي په کنواسیون کي د درج سوو ضمیمو مطابق، د جرم په توګه ګڼل سوي وي.
- هغه عمل چي د قتل یا شدید ټپ یا د ویرې د رامنځته کولو په قصد ترسره سي او موخه یې د ماهیت او د قریني له نظره په یوه ټولګي (جمعیت) کي وېره اچونه یا حکومت یا ڼړیوال سازمان د یوه عمل په ترسره کولو یا نه ترسره کولو باندي مجبورول وي.
هغه حقیقي شخص دی چي له لاندې عملونو څخه د یوه مرتکب سي:
- په مستقیم یا غیر مستقیم ډول عمداً د تروریستي عمل مرتکب سوي وي یا د ارتکاب لپاره یې هڅه کړې وي.
- د تروریستي عمل په ارتکاب کي یې معاونت(مرستیالي) یا ګډون کړی وي.
- د تروریستي عمل ارتکاب ته یې سازمان ورکړی وي یا یې رهبري کړې وي یا نورو ته یې د تروریستي جرم د ارتکاب لارښوونه کړې وي.
- عمداً او د تروریستي اعمالو د پرمخ بیولو په موخه له هغې ډلي سره چي د تروریستي اعمالو د ترسره کولو لپاره ګډه موخه لري، همکاري وکړي یا د تروریستي اعمالو د ترسره کولو په اړه د نوموړې ډلي له موخو څخه د خبرتیا سره سره له هغوی سره همکاري وکړي.
هغه حکمي شخص، سازمان یا خاص ترتیبات دي چي اساساً د خیریه، مذهبي، فرهنګي، تحصیلي، ټولنیزو یا ائتلافي (یووالي او دوستۍ) خیریه چارو یا د خیریه چارو د نورو ډولونو لپاره د وجوهو د راټولولو یا د هغو لګولو په چارو کي بوختیا ولري.
بانکونه باید له حد څخه د زیاتو نغدي معاملو راپورونه (LCTRs) او د شکمنو معاملو راپورونه (STRs) د افغانستان د مالي راپورونو او معاملو د شنني مرکز ته واستوي.
بانکونه کولای سي له حد څخه د زیات نغدي معاملو راپورونه (LCTRs) په لاسي ډول د (LCTR) فورم په کارولو سره ثبت کړي. دغه فورم د (LCTR)راپور ورکولو لپاره د www.fintraca.gov.af ویب پانه څخه د دانلود وړ دي .
که چیرې یو بانک غواړي چي په اتوماتيک ډول(LCTR) ترلاسه کړي، نو دوی باید د LCTR XML سکیما څخه کار واخلي. د XML سکیما له www.fintraca.gov.af څخه ډانلوډ کیدی سي.
له حد څخه د زیات نغدي معاملو راپورونه (LCTRs) باید د استولو دمخه د PGP په کارولو سره کوډ سي. د افغانستان د مالي راپورونو او معاملو د شنني مرکز د راتلونکو بریښنالیکونو د ساتنې لپاره غیر متناسب (عامه کیلي) کوډ کاروي. د افغانستان د مالي راپورونو او معاملو د شنني مرکز عامه کیلي په www.fintraca.gov.af وېب پانه کي شتون لري. بانکونه باید دا کیلي د خپلو راپورونو د کوډ کولو لپاره وکاروي او بیا يي reports@fintraca.gov.af ته واستوي.
د موضوع کرښه باید یوازې "LCTR" توري ولري (پرته له اقتباس نښو) او نور هیڅ نه.
د ليړل شویو(LCTR) راپور فایلونو نومونه باید څنګه وي؟ د مقرراتو سره سم نومول سوي فایلونه (LCTR) څنګه نشاني کیږي؟ د هغه مقررې څخه چي په http://www.fintraca.gov.af/Regulations.html کي خپره سوې ده. د راپور د فایل نومونه باید د نوم ورکولو لاندې نشاني سره سم وي: د راپور ورکوونکي ادارې لپاره د درې حروفو پیژندنې کوډ + '_' + د راپور سپارلو نیټه په yyyy-mm-dd بڼه کي + '_' + د ترتیب شمیره چي د '1' سره پیل کیږي د څو راپورونو لپاره چي په یوه ورځ کي سپارل کیږي + '.xml' توسیع. د مثال په توګه، د افغانستان بانک لخوا د دسمبر په 5، 2006 کي وړاندې شوی راپور ممکن د DAB_2006_12_05_1.xml په نوم یاد سي.
د افغانستان بانک د جواز ورکولو د پروسې د یوې برخې په توګه سوداګریزو بانکونو ته پنځه عددي پیژندنه شمیره صادر ګري ده. له دې شمیره څخه کار واخلئ.
که ستاسو د ID نمبر څخه مخکې ځای لیکل شوی وي، د مایکروسافټ انفو پاتھ به په فورمه کي ځای ونه ښیې، که څه هم دا هلته شتون لري. د مثال په توګه: '12345'. حل دا دی چي د Backspace کیلي په کارولو سره د ID نمبر حذف کړئ او بیا یې ولیکئ.
د راپور ورکولو ادارې باید په ځانګړي ډول راپورونه د یو داسې پیژندونکي په کارولو سره وپیژني چي لاندې اړتیاوې پوره کوي: د راپور ID باید ۱۵ الفانومیریک حروفو ته تنظیم سي (د بیلګې په توګه ۰-۹، A-Z) او کیڼ اړخ ته یې صفرونه (لازمي) سره پیډ سي. د راپور ورکوونکی مرجع مسؤلیت لري چي ډاډ ترلاسه کړي چي پیژندونکی ځانګړی دی.
که چیرې د معاملو لړۍ په مجموعي ډول د راپور ورکولو حد څخه زیاته سي نو "ریښتیا" باید غوره سي. که دا یو واحد معامله وي نو "غلط" باید غوره سي.
(Principle): هغه څوک دی چي د خپل ځان په استازیتوب معامله ترسره کوي. Proxy): هغه څوک دی چي د دریم کس په استازیتوب معامله ترسره کوي. (Beneficiary): هغه څوک دی چي د هغه په استازیتوب معامله ترسره کیږي.
د (Transaction Account) : هغه حساب دی چي د راپور سوي حساب مالک یا مالکینو پورې اړه لري او د بانک لخوا د هغه معاملې د تسویه لپاره کارول کیږي چي د راپور موضوع ده.
په هغو معاملو کي لکه د نغدو پیسو زیرمه کول (Cash Deposit) یا د نغدو پیسو ایستل (Cash Withdrawal) چي یوازې یو کس پکې ښکیل وي، ورته کس د " Principle " او " Beneficiary " دواړو په توګه کار کوي. له همدې امله، د ګډون کونکي (Participant) برخه کي، د ورته کس معلومات داخلیږي او د یو ګډون کونکي رول د " Principle " په توګه غوره کیږي او د دوهم ګډون کونکي رول د " Beneficiary " په توګه غوره کیږي.
د معاملې ډول باید د (Outbound International Transfer) په توګه وټاکل سي. د پیسو لیږلوونکي پیرودونکي رول باید " Principle " وټاکل سي او د دوی پته "افغان پته" وټاکل سي. د هغه ادارې رول چي په بهر کي فنډونه ترلاسه کوي باید " Beneficiary " وټاکل سي او د دوی پته "نړیوال پته" وټاکل سي. د نړیوال داخلي لیږد (Inbound International Transfer) به د پورته ذکر سوي برعکس وي.
د حساب ډول باید د لیک لیږد (Letter Transfer) په توګه وټاکل سي، مګر باید د فنډ لیږلوونکي اړخ (Principle) او د فنډ ترلاسه کونکي اړخ (Beneficiary) رول غوره کولو کي پاملرنه وسي. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چي په پورته قضیه کي، دوه حسابونه شامل دي. دا دواړه حسابونه باید د معاملې حسابونو (Transaction Accounts)برخه کي لیست سي او د حساب مالک هم باید مشخص سي.
د حساب ډول باید د بهرني ملي لیږد (Outbound National Transfer) په توګه وټاکل سي او ستاسو د بانک پیرودونکی چي فنډونه لیږي باید د (Principle) په توګه راجستر سي او د فنډونو ترلاسه کونکی باید د مقابل لوري بانک کي د (Beneficiary) په توګه راجستر سي. داخلي ملي لیږد (Inbound National Transfer) به د پورته ذکر سوي برعکس وي.