د صرافیو او پولی خدمتونو شرکتونه د غیر بانکي مالي مؤسسو له جملې څخه دي، چي د بهرنیو اسعارو پیرودلو او پلورلو، حوالو او نورو اړوند خدمتونه وړاندي کوي. دغه ډول مؤسسې د هېواد په اقتصاد او د مالي مبادلاتو د اسانتیا په برخه کي خورا مهم رول لوبوي.
د پیسو وینځلو او د جرمونو څخه د راپیدا سویو عوایدو پر وړاندي د مبارزې د اصولو او مقرراتو سره سم، د هېواد په کچه د صرافيو او پولي خدمتونو ټول مجوز شرکتونه اړ دي تر څو د اسعارو د تبادلې او حوالو اړوند له حد څخه د زیاتو نغدي معاملو راپورونو له ټاکلي وخت او د شکلیاتو سره سم د آنلاین راپور ورکولو پورټال له لارې د افغانستان د مالي راپورونه او معاملو د شننې مرکز ته وړاندې کړي.