له افغانستان څخه بهر او داخل ته سفر

د لیږد ممنوعیت

هغه اشخاص چې هیواد ته ننوځي او یا هم هیواد پریږدي نشي کولای پیسې، اسعار، بې نومه معاملې وړ سندونه، سره زر یا له شلو زرو (20000) امریکایي ډالرو یا په نورو اسعارو د هغو له معادل څخه په زیات ارزښت نور قیمتي فلزات او کریمه احجار له ځانه سره ولیږدوي یا د هیواد دننه یا بهر ته د بار او کالیو د لیږد رالیږد، پستې استونې د سیستمونو یا د لیږدونو د نورو لارو چارو له طریقه د نوموړو اقلامو د لیږد لپاره زمینه برابره کړي. زینتي ګاڼه (سره زر، قیمتي فلزات او کریمه احجار) د نورمال مقدار په اندازه به په ټاکل شوي حد کې نه شمیرل کیږي؛ یاد مقدار باید هغه طرزالعمل واضح کړي چې د مالیې وزارت له لوري صارد شي.

د لیږد اظهارول

هغه شخص چې هیواد ته ننوځي یا هیواد پریږدي او پیسې، اسعار، بې نومه معاملې وړ سندونه، سره زر یا له لسو زرو (10000) امریکایي ډالرو یا په نورو اسعارو د هغو له معادل څخه په زیات ارزښت نور قیمتي فلزات او کریمه احجار له ځان سره ولري یا د هیواد له دننه څخه یا بالعکس د بار او کالیو د حمل او نقل، پستې استونې د سیستمونو یا د لیږدونو د نورو لاروچارو له طریقه یې د نوموړو اقلامو لیږد ته زمینه برابره کړي وي، مکلف دی اړوند اظهار لیک ډک او د ګمرک کارکوونکي ته یې وسپاري. د افغانستان داخل ته د پیسو، بې نومه معاملې وړ سندونو، سره زرو، نورو قیمتي فلزاتو یا کریمه احجارو د راوړلو لپاره هیڅ حد نشته. د ګمرکونو ریاست مکلف دی چې د انتقال شوي مقدار او د یاد مقدار د حامل شخص د هویت په اړه د ملي امنیت ریاست او د مالي استخباراتو واحد ته خبر ورکړي.

د ګمرک مامور

د ګمرک کارکوونکی مکلف دی، هغه اشخاص چې پیسې، اسعار، بې نومه معاملې وړ سندونه، سره زر یا نور قیمتي فلزات او کریمه احجار لیږدوي، وپیژني او د اړتیا په صورت کې د یاد شوو اقلامو چې ښکاره او یا کشف شوي دي د منشأ او استعمال په اړه په غوښتل شوي مالومات ترلاسه کړي.

د اظهار لیک فورمه

د اظهارلیک د فورمې درې نسخې باید ترتیب او له بشپړیدو وروسته یې یوه مسافرته، بله یې د ګمرکونو ریاست سره پاتې کیږي او اصلي یې د مالي استخباراتو واحد ته په درې کاري ورځو کې سپارل کیږي.

غلط مالومات وړاندې کول

که چېرې یو شخص غلط یا ګمراه کوونکي مالومات وړاندې کړي او یاه هم د مالومات له ورکول څخ ډډه وکړي او د یادو اقلامو ارزښت د لسو زرو امریکایي ډالرو (10000) یا په نورو اسعارو د هغو له معادل څخه زیات وي، نو د ګمرک کارکوونکی مکلف دی چي یاد شوي اقلام ضبط او مظنون شخص د پیسو مینځلو او له جرمونو څخه د راپیدا شوو عوایدو د مخنیوي د قانون په څلورمه (4) ماده کې درج شوي حکم ته په پام کې نیولو سره څارنوالۍ ته معرفي کړي ترڅو جوته شي چې آیا د پیسو مینځلو او ترهګرۍ د تمویل په اړه شواهد شته او که نه.


د اظهار لیک ترلاسه کولو لپاره دا لینک کلیک کړئ

د پورته یادي مقررې ترلاسه کولو لپاهر دا لینک کلیک کړئ





کلنۍ راپور 2020
کلنۍ راپور 2019