انټرنیټي درغلي او په ټولنیزو شبکو کي د فریب له لاري د پیسو ترلاسه کول

د ترلاسه شوي شکمن راپور (STR) له مخي، یو شخص د ټولنیزو شبکو له لاري د جعلي هویت په کارولو سره متضرر ته ادعا کړې چي یو میلیون امریکایي ډالر د میراث په توګه د هغه لپاره ځانګړي شوي دي. وروسته له متضرر څخه غوښتل شوي چي د پیسو د کڅوړي د ترلاسه کولو په موخه، په افغانستان کي یو بانکي حساب ته ۸۰ زره افغانۍ جمع کړي. د پیسو له ترلاسه کولو وروسته، فریب ورکوونکی شخص ته لاسرسی نه کیږي.

د دې مرکز د څېړني او تحلیل پر بنسټ، په کارول شوي بانکي حساب کي د بېلابېلو ولایتونو څخه د پنځو اشخاصو لخوا په ټولیز ډول ۵۱۹٬۰۰۰ افغانۍ جمع شوي وې. د حساب د مالک او پیسې جمع کوونکو ترمنځ اړیکه څرګنده نه وه او وجوه (پیسې) له جمع کېدو وروسته، د حساب د مالک لخوا په څو معاملو کې د نغدي پیسو ایستلو، د کارت لوستلو ماشینونو (POS)، د پیسو اتومات ماشینونو (ATM ) او د موبایل کرېډیټ اخیستلو له لاري انتقال او ایستل شوي دي. د حساب مالک له متضررینو سره هر ډول اړیکه رد کړې ده.

پېژندل شوي شاخصونه:
  • په ټولنیزو شبکو کي له جعلي هویت او فریب ورکوونکو وعدو څخه استفاده؛
  • د لاټرۍ ګټلو یا پیسو ترلاسه کولو تر عنوان لاندي د اشخاصو فریب؛
  • یو بانکي حساب ته د مختلفو اشخاصو لخوا د پیسو جمع کول ؛
  • د پیسو جمع کوونکو او د حساب د مالک ترمنځ د اړیکي نامشخصوالی؛
  • د پیسو له جمع وروسته سمدستي د هغو ایستل؛
  • د کارت لوستلو ماشینونو (POS)، د پیسو اتومات ماشینونو (ATM ) او موبایل کرېدیټ د پیسو ایستلو له متعدود طرېقو څخه استفاده؛
  • د معاملو د منشأ او هدف په اړه د منطقي وضاحت نه وړاندي کول؛ او
  • د حساب د مالک لخوا له متضررینو سره د اړیکي انکار.

نوموړې قضیه د تحلیلي موندنو سره یوځای د تحقیقاتو او قانوني اجراآتو په موخه تنفیذي مراجعو ته راجع شوه او وروسته د عدلي تعقیب لپاره عدلي او قضایي مراجعو ته واستول شوه. د اړوندې محکمې د حکم پر بنسټ، متهم مدعي بالاصاله ته د ۷۳٬۰۰۰ افغانیو په بېرته ورکولو او ۲۸ ورځو حبس باندي محکوم شوی دی.