د ټولنیزو شبکو او ګرځنده اپلیکيشنونو له لاري د پانګي اچوني درغلۍ
سریزه:
دغه قضیه د ټولنیزو شبکو او اپلیکيشنونو څخه د ناوړه استفادې څرګندونه کوي، چي په افغانستان کي د یو ناسمي یا فریب کاري پانګي اچوني طریقه د پلي کولو لپاره کارول سوي ده. درغلګرانو یو انلاین شرکت جوړ کړ او خلک یې د برېښنايي پانګي اچوني لپاره راوبلل او په مقابل کي یې د غیر واقعي ګټي ژمنه وکړه، یوازي د دې لپاره چي خلک لنډي ویدیوګاني وګوري. دا قضیه د عامه پوهاوي نیمګړتیاوي، د ډیجیټلي پلاتفورمونو په څارنه کي خلاوي او د فرامرزی د سایبري درغلیو خطرونه څرګندوي.
بنسټ:
قضیه د شکمنو معاملاتو د راپورونو (STRs) څخه پیل سوه چي د راپور ورکونکي مرجع X لخوا وړاندي سوي وه. په راپورونو کي د وړو خو پرله پسې یوازي د ورکړي غیرمعمولي بڼي روښانه سوي وې، چي د واضح تجارتي دلیل پرته ګڼو اشخاصو ته لېږدول کيدې. وروسته د شنني موندنو څرګنده کړه چي دا لیږدوني له یوې ډلې سره تړاو لري چي د «تلگرام» له لاري یې د شرکت (A) په نوم د پانګي اچوني فرصتونه اعلانول.
دغو تنظیموونکو خپله پېژندګلوي نه وه ښکاره کړې، په افغانستان کي یې ثبت سوي نه پته لرله او نه فزیکي حضور درلود، او شک کیده چي بهرني وګړي وي. د دوی فعالیتونه د ځايي استازو لخوا ملاتړ کيدل چي خلک، په ځانګړي ډول د مالي سواد له کمښت لرونکي (بې سواده) کسان، په نښه کول.
د فعالیت طریقه:
- درغلګرانو د شرکت (A) تر نوم لاندې یو ټلګرامي ګروپ جوړ کړ او خلک یې د غړیتوب لپاره راوبلل.
- احتمالي پانګهاچوونکي هڅول کېدل چې خپلې پیسې په برېښنایي توګه د دغه قضیې د استازو تر کنټرول لاندې حسابونو ته ولېږي.
- د لا ډېرو ګډونوالو د جلب لپاره، دغه سکیم خلکو ته د «Z» په نوم اپلېکېشن کې د ۱۵ ثانیو اعلانیزې ویډیوګانې د لیدلو په بدل کې لږ مالي جایزې ورکولې، چې د مشروع عاید په توګه وړاندې کېدې.
- یادې ډلې یو ځانګړی ګرځنده اپلېکېشن هم جوړ کړی و، چې د هر کاروونکي لپاره یې جلا حساب جوړاوه او د پانګهاچوونکو مدیریت او همغږي یې متمرکزوله.
- د دوی سوداګریز ماډل د نویو پانګهاچوونکو په پرلهپسې جلب ولاړ و، څو د پخوانیو پانګهاچوونکو لپاره ګټه ورکړي، چې د پونزي سکیم (Ponzi Scheme) سره ورته دی.
- اندېښنې موجودې وې چې کله د پانګهاچوونکو شمېر یوې کچې ته ورسېږي، نو تنظیموونکي به ورک شي او د خلکو پیسې به له ځانه سره یوسي.
سرې نښې / د پېژندلو شاخصونه:
- د پانګي اچوني فرصتونه چي یوازي د ټلګرام ګروپونو او ټولنیزو شبکو له لارې اعلانېږي او هیڅ ثبت سوی یا جواز لرونکی نهاد نه لري.
- د لږ هڅې په بدل کي د غیرمعمولي یا تضمین سوي ګټي ژمني ورکول (لکه د لنډو ویدیوګانو کتل).
- د تنظیموونکو د هویت پټول او په افغانستان کي د فزیکي حضور، جواز یا ثبت نشتوالی.
- د حسابونو د مدیریت لپاره د ګرځنده اپلیکيشنونو کارول پرته له شفافیت او قانوني څارني.
- وړې خو پرلهپسې برېښنايي ورکړې ګڼو اشخاصو ته، چي د عادي سوداګریزو فعالیتونو سره سمون نه خوري.
- د ځايي استازو ښکېلتیا چي د مالي سواد له کمښت لرونکي افراد په نښه کوي.
پایله:
په اوس وخت کي دغه قضیې د تنفیذي ارګانونو د فعالي څېړني لاندي دي. که څه هم د مالي اغېزو بشپړه ارزونه تراوسه نه ده سوې، خو لومړنۍ موندني ښیي چي سلګونه اشخاصو بېلابېل مقدارونه پانګونه کړې ده. که د قضیې اشخاص وتښتي یا خپله درغلي کي کامیاب سي، د پراخ مالي تاوان خطر ډېر لوړ دی.